IQNA

 په قرآن کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/7

د باطل  او ستمګر د پلویانو په تعقیبونې سره د حق تشخیص

18:08 - March 24, 2026
د خبر لمبر: 3492600
ایکنا- یو الهي امتحان  د حق او باطل د  تشخیص په مقام کې  امتحان دی ؛ دحق او باطل د تشخیص یوه لاره ،  له ظالمانو او پرَدَیو څخه لیریکیدا او د باطل  د پلویانو او پیروي کونکو  ارزونه ده.

د جمل جنګ په اوج کې ، یو کس دامیر المومنین ترڅنګ ورغی  او  هغه بزرګوار ته ئې عرض وکړ؛ دجمل اصحاب  ګمراه نه ګڼم! حضرت وفرمائيل؛ تا له خپلو پښو لاندې کتلي دي،البته  ګیرچاپیره دې نه دی کتلي ، نو ځه سربداله شوی ئې. تا حق نه دی پیژندلی څو پوهه شې ، چې اهل حق څوک دی او باطل دې هم نه دي پيژندلي څو  باطل پال وپيژنې:(1)  په دغه روایت کې امام بزرګوار  د تفکر په طرز کې  د یوې رودې تاوان ته اشاره کوي،  هغه کسان چې  ډیر محدود نظر لري  او  او  چارې ټولو اړخونو ته  توجه نه کوي، تیروتنې سره به مخ شي؛ د مثال لپاره،یو کس ممکنه ده، اقتصادي وضع( په یوه تعبیر  دخپلو پښو لاندې) معیار وګڼي، په داسې حال کې چې  د دښمنانو د نقشې په باب (ګیرچاپیره حالاتو په باب) بې توجه وي.

کله داسلام دښمنان چې  په عراق او افغانستان کې د مسلمانانو د وژلې مخینه لري،  له یوه خاص بهیره ملاتړ کوي؛ کله  دهغوي سرغنې  هغه نړیوالې بدنامې څيرې دي ، چې  په اپسټین ټاپو  کې په ماشومانو په  تیریو  یا په  غزې کې  په نسل وژنې تورن دي او  ماشومان او خلک او د هیواد بیخ بینائي تاسیسات د آزادۍ په وعدې سره بمباران کوي، په روښانه توګه د حق او باطل د پیروي کونکو  صف بندي معلومیږي.

قرآن کریم  د ستمګر  او پرَدَیو سره دګروهمنو  نتیجوپه باب خبرداری ورکوي.:؛؛ وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ» (هود: 113). همداراز  د مومنانو په ځاي  له کافرانو سره دوستي  د ځان په ضد دخدای د اتمام حجت  سبب معرفیکوي؛؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ».

خداوندمتعال دفتنو  دپیچلتیاؤ په اوج کې، له باطله د حق دتشحیص لپاره ترټولو روښانه دلیلونه وړاندې کوي او هیڅکله  حق په پراخ ډول پټ نه ساتي. په اوسنئ زمانې کې  او د  د رسندوئي انسانو په پړاؤ کې چې تقریبا هرڅه  شفاف او رابرسیره کیږی،  هغه کسان به له  تیروتنې سره مخ شي چې ځان ئې له نفساني عیبونو پاک نه وي کړی ، یوازې  دعقل او ایمان یوازې لږ مقدار  لازم دی څو د آخرالزمان له فتنو څخه په سلامتیا سره تیر شو.

https://iqna.ir/en/news/3496749

captcha